په افغانستان کي دامریکا ماتي دامريکایانو نظرونه بدل کړل ليكوال سعيد
الجـــــــهاد فی سبیل الله
په افغانستان کي دامریکا ماتي دامريکایانو نظرونه بدل کړل ليكوال سعيد
ساعت 14:7 | بازدید : 471 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ۲۰۰۱ کال کي چي امریکایانو په افغانستان یرغل کاوو، نو هغه مهال امریکا دډير غرور او په خپل قوت دباور له امله ټولي نړۍ ته خبرداری ورکړ، چي یابه له امریکا سره ملګري کيږئ او يابه په اصطلاح له تروريستانو سره یوځای کیږئ.

هغه مهال امریکایانو هم دخپلو مشرانو ددغي پرېکړې، چې په افغانستان به يرغل کوي، تود هرکلی وکړ، هغوی چې دخپل هیواد په ځواک باوري او دخپلو مشرانو په پالیسیوو يې اعتبار درلود، داسي فکر هم نه کاوو، چي ددوئ حکومت او ناټو دي په افغانستان کي ماته وخوري او داسي یوه ماته چي هغه دي بیاهم ددوی نظرونه ددې جګړې په اړه بدل کړي او همدنړيوالو.

په ۲۰۰۱ کال کي په افغانستان دامریکایانو ديرغل په مهال ډيرو لږو امريکایانو دافکر کاوو، چي دغه جګړه یوه تيروتنه او باید ترسره نه شي، خو ډيری امریکایانو خپلوماډرونو او پرمختلليو وسلو او وسائلو ته په کتلو سره په دې فکر کي وو، چي دغه جګړه به دوئ ګټي.

خو الله تعالی ددغه جګړې ګټل دافغان مسلمان ولس په برخه کړي وو او هغو امریکایانو چي په لومړو کي به یې ددې جګړې ملاتړ کاوو، اوس يې کلک مخالفت کوي.

دسروې نړیوال سازمان ګالپ په یوه نوي سروې کي، چي درواني میاشتي په ۱۹ نيټه يې خپره کړه، ویلي،له ۲۰۰۱ کال څخه راهيسي دا لومړی ځل دی، چي په دومره لوړه کچه امریکایان دافغانستان جګړه دامریکا یوه تېروتنه بولي، ددغه نظر پوښتنې له مخې هغه مهال چي دغه جګړه پيل کېدله، نو یوازي ۹ سلني امریکایانو دغه جګړه یوه تيروتنه بلله، ولي اوس په سلو کي ۴۹ امریکایان دغه جګړه یوه تيروتنه بولي او ډيرو لږو امریکایانو دغه جګړه تيروتنه نده بللي ، خو په امریکاکي له دغه جګړې سره دامریکایانو مخالفت بیاتردې هم لوړ دی، اوس مهال تر۶۰ سلني ډير امريکایان دافغانستان له جګړې سره مخالف دي.

اوس چي امریکا په افغانستان کي په هرډګر کي ماته خوړلي، هم په پوځي ډګر کي له ماتي سره مخ شوي او هم په سياسي او اقتصادي ډګرونو کي، نوځکه اوس امریکایان له دغه جګړې سره خپل مخالفت ښيي او یوه تيروتنه يې بولي، دا هغه جګړه ده، چي امریکايې په خپل تاریخ کي په لومړي ځل دومره ښکېله کړه، په زرګونو امریکايان پکي مړه او ژوبل شول او نږدې هر امریکايي چي په دغه جګړه کي برخه اخيستي، هغوئ بيرته خپلو کورونو ته له رواني نارغيو سره تللي دي، ددغه جګړې مصارف دیوه اټکل له مخي تر ۲ تريلیونو ډالرو زیات دي او یو بل اټکل داسي ښيي، چي ددې جګړې ټول مصرف ۳ تريليونو ډالرو ته رسيږي، امريکایان له دغه جګړې سره مخالفت ځکه هم کوي، چي پرماته برسېره يې په امریکا کي ددوئ روزګار ورخراب کړی، په دغه جګړه کي دامريکادحکومت اقتصادي ماتي د عامو امریکایانو شخصي اقتصاد ته هم دپام وړ زیان ورساوه، دحکومت له لوري ټيکسونه پرې لوړ شول او دامریکا حکومت دخپل کمزوري اقتصاد له امله تر۱ ميلیون زياتو امریکایانو باندي هغه روپۍ بندي کړې، چي ددې هیواد له لوري به بې روزګاره خلکو ته ورکول کېدلې.

داټول هغه څه دي، چي له افغان جګړې سره يې دامریکایانو مخالفتونه راوپارول او دخپلو مشرانو پالیسۍیې غلطې وبللې.

روس هم چي کله په افغانستان کي ماته وخوړه او روسيان په دې پوه شول، چي دغه جګړه يې بايللي ده، نو په دغه هیواد کي دافغانستان له جګړې سره مخالفتونه ډیر شول او روسیانو په افغانستان تيری یوه تيروتنه وبلله.

امریکایان له دې ويري هم له دغه جګړې سره خپل مخالفت ښيي، چي دروس په څېربه په افغانستان کي ماته په دوئ ژوره منفي اغېزه ولري او هم به يې نړيوال اعتبار له منځه ولاړ شي.



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1943
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1943
بازدید ماه : 4819
بازدید کل : 98440
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1943
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1943
:: بازدید ماه : 4819
:: بازدید سال : 9797
:: بازدید کلی : 98440